سلګونه خلک وايي، په اسمان کې یې ګرځنده لمبه لیدلې

د ویډیو تشریح، سلګونه خلک وايي، په اسمان کې یې ګرځنده لمبه لیدلې
د خپرېدو وخت

په سکاټلنډ او شمالي ایرلنډ کې سلګونو خلکو ویلي، په اسمان کې یې یو داسې ستوری لیدلی، چې لمبه یې کوله او په ځغاسته تېر شو. بریتانیا کې د شهابي شبکې مسوولین وايي، دوی ته سلګونو کسانو رپوټ ورکړی، چې له ځايي وخت سره سم یې د چهارشنبې پر شپې لس بجې د اور یو غونډوسکی په اسمان کې لیدلی.

د ساینسپوهانو په خبره د خلکو اخیستل شویو ویډیويي کلیپونو په مرسته پوه شول، چې دا یوه شهابي ډبره وه. هغه ډبره چې له تشیاله د ځمکې چاپېریال ته ننوځي شهاب ثاقب یا شهابي ډبره بلل کېږي، خو د سټیلایټ برخو په څېر د انسانانو په لاس جوړ شوي توکي چې د ځمکې له مداره بهر ګرځي، فضايي خځلې بلل کېږي.

ویل کېږي، داسې لسګونه زره توکي په فضا کې ګرځي چې له لس سانتي مترو لوی دی او که چې د ځمکې مدار ته ننوځي، د شهابي ډبرو په څېر لمبه کوي.