ولې یوې ښځې د وسلې په زور له بانکه خپلې پیسې اخیستې؟

د ویډیو تشریح، ولې یوې ښځې د وسلې په زور له بانکه خپلې پیسې اخیستې؟
د خپرېدو وخت

د لبنان پارلمان یوې غړې په بانک کې له کنګل شوي حسابه د خپلو پیسو اخیستلو لپاره پرلت کړی. دا پېښه له نژدې یو درځن داسې پېښو وروسته شوې، چې خلکو د وسلې په زور له بانکونو خپلې پیسې اخیستې. لبنان له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخامخ دی او بانکونو یې د پیسو ایستلو لپاره سخت محدودیتونه لګولي دي.

د کورنیو چارو وزارت دا پېښې غندلې او په وینا یې خلک باید قانون په خپلو لاسونو کې وانخلي.

بي بي سي له یوې داسې ښځې سره خبرې کړې، چې د جعلي وسلې په زور یې په بانک کې د کورنۍ له حسابه ۱۳۰۰۰ ډالر اخیستي، او پولیسو ته له تسلیمېدو مخکې فراري وه.