د پاکستان پخوانی پوځي ولسمشر پرویز مشرف ومړ

پرویز مشرف

د عکس سرچینه، APML

د خپرېدو وخت

د پاکستان پخوانی پوځي ولسمشر جنرال پرویز مشرف نن یکشنبه د فبرورۍ په پنځمه له اوږدې ناروغۍ وروسته د ۷۹ کلونو په عمر ومړ.

د رپوټونو له مخې، ښاغلی مشرف په عربي متحده اماراتو کې په یوه‌ روغتون کې تر درملنې لاندې و چې هملته مړ شوی.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې یا (آی اېس پي آر) د وسله والو ځواکونو په استازیتوب د نوموړي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې.

د پاکستان د پوځ لوی درستیزانو هم د هغه د مړینې پېښه خواشینوونکې بللې ده.

پرویز مشرف د (۱۹۹۹-۲۰۰۸) تر منځ شاوخوا نهه کاله د پاکستان د پوځ د مشر په توګه دنده ترسره کړې.

نوموړی په ۲۰۰۱ کال کې ولسمشر شو او په ۲۰۰۸ کال کې یې استعفا ورکړه.

پرویز مشرف په ۱۹۹۹ کال کې د یوې پوځي کودتا له لارې نواز شریف له دندې ګوښه کړ او د هېواد مشري یې په لاس کې نېولې وه. پروېز مشرف د کودتا د توجیه په اړه ويلي و"معلومات یې ترلاسه کړي و چې نوموړي غوښتل دی ووژني".

پروېز مشرف د واک په لومړیو اوو کلونو کې د "القاعده" ډلې له درېیو بریدونو ژوندی ووت.

۱۹۹۹ کې جګجیت سینګ د پروېز مشرف کور ته ورغی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ۱۹۹۹ کې جګجیت سینګ د پروېز مشرف کور ته ورغی

هغه د لویدیځي نړۍ او اسلامي اورپکو تر منځ "د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې" په سر کې و.

پرویز مشرف په ۲۰۰۸ کال کې ټاکنې وبایللې خو واک کې د پاتې کېدو لپاره یې اساسي قانون وځنډاوه او په ناقانونه توګه یې بېړنی حالت اعلان کړی و چې بیا پرې له همدې کبله د خیانت تورونه ولګېدل.

اسلام اباد کې ځانګړې محکمې د ۲۰۱۴ کال د مارچ پر ۳۱مه، پخوانی پوځي ولسمشر د خیانت په دوسیه کې مجرم پېژندلی و.

واک ته له رسېدو شل کاله وروسته محکمې هغه په غیاب کې د خیانت په تور په اعدام محکوم کړ.

چې د محکمې دغې پرېکړې هغه مهال د پاکستاني پوځ سخته غوسه راپارولې وه.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) په یوه اعلامیه کې ویلي و چې د ښاغلي مشرف په محاکمه کې محکمې بیړه کړې ده او قانوني لارې چارې یې په سمه توګه نه دي تعقیب کړې، ځانګړې محکمه ورته نه ده جوړه شوې او له ځانه د دفاع حق نه دی ورکړی شوی.

Gen Musharraf resigned from office in 2008

د عکس سرچینه، HANDOUT VIA GETTY

د عکس تشریح، پرو يز مشرف په ۲۰۰۱ کال کې ولسمشر شو او په ۲۰۰۸ کال کې یې استعفا ورکړه.

سره له دې چې ښاغلې پرویز مشرف د پاکستان حکومت له خوا ممنوع الخروج اعلان شوی و خو په ۲۰۱۶ کال کې د طبي درملنې لپاره په ضمانت متحده عربي اماراتو ته ولاړ.

تېر کال په جون میاشت کې یې کورنۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د نوموړي روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ یاد کړی و او ویلي یې و چې، داسې مرحلې ته رسېدلی چې وضعیت یې ورځ بلې ته په خرابېدو او رغېدل یې ناشوني دي.

د کورنۍ په وینا یې، د پاکستان پخوانی پوځي ولسمشر د امیلیوډوسېس په ناروغۍ اخته و.

دا یوه ساري ناروغي ده چې بدن کې پروټیني مالیکولونه غیر فعالوي او د ناروغ بدن اغېزمنوي.

په ډیرو خلکو کې بیا له ناروغۍ وروسته د امیلویډ پروټینونه په پښتورګو کې جوړېږي چې پښتورګي خرابوي.

که دغه پروټینونه بیا په زړه کې رامنځته شي نو د عضلاتو د کلکوالي لامل کېږي او د وینې جریان اغېزمنوي.

د روغتیايي‌ خدمتونو ملي داره وايي، د امیلایډوسېس ناروغۍ درملنه نشته او دا پروټینونه په مستقیم ډول نه شي ایستل کېدی.

خو داسې طبي درملنه یې شته چې په بدن کې د دغو پروټینونو د جوړولو مخه ونیسي.