له هندي بزګره هغه مارغه ضبط شوی، چې تر یوه کاله یې پاللی و
- Author, ګیتا پانډې
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
له هغه هندي یو کمیاب مارغه 'زاڼه ' ضبط شوی چې له ټپي کېدو وروسته یې پالنه کړې او ورسره روږدی شوی و.
د هند په اترپردېش کې چارواکو دا مارغه یوه خوندي ځای ته لېږدولی دی، چې د بي بي سي په یوه ویډیويي رپوټ کې یې یادونه شوې وه.
مخکې هندي بزګر ویل، کال مخکې یې دا مارغه په خپله کرونده کې په ټپي حالت کې موندلی و او له درملنې وروسته یې فکر کاوه، په خپله مخه به لاړ به شي، خو دا سارايي مارغه له ده سره پاتې شو.
په ځینې تازه رپوټونو کې ویل شوي دا زاڼه له خپل نوي پالنځي هم الوتې، خو چارواکي بیا د مارغه الوت ردوي. د ځايي رسنیو په رپوټونو کې یو ویډیويي کلیپ خپور شوی، چې ځايي کلیوال یوې زاڼې ته د خوراک ورکولو په حال کې لیدل کېږي.
بل لور چارواکي وايي ضبط شوی مارغه اوس هم د سماسپور په هغه خوندي پالنځي کې دی، چې مارغان پکې ساتل کېږي.
د ځنګلونو چارو ادارې یوه چارواکي روپیش سریواستوا بي بي سي هندي څانګې ته وویل: ''دا (مارغه) په یوه خونه کې ایسار نه دی، خپل خوراک پخپله مومي، خو موږ هم غنم، ډوډۍ او اوبه ورکوو. ''
اترپردېش لږ تر لږه ۱۷۰۰۰ زاڼې لري، د دې ایالت رسمي مارغه همدا دی او د افرادو لپاره د دې مارغه ساتل یا دې ته خواړه ورکول هم غیر قانوني بلل کېږي.
له دې مخکې بزګر محمد عارف چې تر یوه کال پورې یې دا مارغه ساتلی و وویل، د سې شنبې پر ورځ یې چارواکي کور ته ورغلل، چې د ځنګلونو چارو ادارې امر یې درلود او له ده یې مارغه واخیست.
دی زیاتوي مارغه یې نه خو ایسار کړی، نه یې تړلی، بلکې په خپله خوښه له ده سره پاتې شوی و.
د یادونې ده، چې د روانې میاشتې لومړیو کې د بي بي سي هندي څانګې په یوه ویډیويي رپوټ کې دا مارغه لیدل کېږي چې له محمد عارف سره یو ځای خواړه خوري او په وینا یې له لنډ الوت وروسته بېرته ده ته ستنېږي.



















