پاکستان کې سیاسي ناندرۍ؛ لومړي وزیر شهباز شریف د دغه هېواد ولسمشر په قانون ماتولو تورن کړی

د عکس سرچینه، Reuters
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دغه هېواد ولسمشر عارف علوي ته په یوه لیک کې لیکلي "ستاسې کړنلارې د ولسمشر له قانوني صلاحیتونو سره برابرې نه دي."
ښاغلي شریف د ټاکنو پر موضوع د ولسمشر عارف علوي یوه لیک په ځواب کې د هغه د ځینو پرېکړو ښکاره مخالفت کړی او هغه یې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند پر ملاتړ تورن کړی دی.
په دغه ځوابي لیک کې چې یوه نسخه یې بي بي سي هم تر لاسه کړې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف لیکلي "زه یوازې د دې لپاره ستا لیک ته ځواب لیکم چې ستا 'دوه ګونی' چلند ښکاره او تاریخ ته وښایم."
نوموړي زیاته کړې "له تعصبه ډکې ستاسې لیکنې ځينې برخې کټ مټ د تحریک انصاف ګوند خبرپاڼې ته ورته ښکاري."
هغه په ولسمشر تور پورې کړی، چې د ده په ټکو "تاسې څو ځله لوړه ماته کړې او یو اړخیز چلند مو غوره کړی."

د عکس سرچینه، Getty Images
په همدې لیک کې شهباز شریف ولسمشر عارف علوي ته لیکلي "له دې سره چې تاسې څو ځله د غوره شوي حکومت حوصله ماته کړې خو ما بیا هم له تاسو سره د ښو اړیکو رامنځته کولو هڅه کړې، خو تاسې هېڅکله د محکمو پرېکړو نه منلو په خاطر د عمران خان غندنه ونکړه."
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف وړاندې ولسمشر علوي په دې هم ننګولی چې څنګه یې په دوه ایالاتونو کې د ټاکنو نېټه پخپل سر اعلان کړه.
هغه ویلي، په دوو ایالاتونو کې د ټاکنو تر سره کېدل به په هېواد کې نوی کړکېچ رامنځته کړي او په وینا یې ولسمشر په دې هکله ښکاره قانون له پامه غورځولی چې د ده په ټکو "دا د ډېر افسوس ځای دی."
په پای کې شهباز شریف د دغه هېواد ولسمشر ته لیکلي "ستاسې دا کړنې د ولسمشر له قانوني صلاحیتونو سره سمې نه دي."
ستونزه څنګه رامنځته شوې

د عکس سرچینه، EPA
پاکستان کې له هغې مودې راهیسې چې عمران خان بې واکه او شهباز شریف ته د حکومت چارې ور وسپارل شوې پرلپسې دغه هېواد کې د نویو ټاکنو غوښتنه کیږي.
د اوسني حکومت ستر اپوزیسیون چې مشري یې عمران خان کوي پرلپسې اوسنی حکومت ناقانونه بولي او تور لګوي چې، د امریکا له لوري د یوه جوړجاړي له مخې رامنځته شوی چې باید پر ځای یې له وخته مخکې ټاکنې وشي.
د پاکستان ټاکنو کمېسیون په یوه ښکاره ځواب کې له وخته مخکې ټاکنې ناشونې بللې وې او په وینا یې دغو ټاکنو ته نه اوسنی حکومت چمتو دی او نه هم نظامیان ورسره د امنیت او مالي ادارې پر لګښتونو سلا دي.
په دې لړ کې ولسمشر عارف علوي له خپله واکه په اختیار د ټاکنو نیټه اعلان کړه چې ورسره سملاسي تحریک انصاف ګوند ټاکنیزې منډې ترړې شروع کړې چې وخت نا وخته له خنډونو سره هم مخ شوې دي.
وروسته حکومت د '۳۰ اپرېل' دا نېټه اکتوبر ته وغځوله چې د تحریک انصاف ګوند غبرګونونه یې هم پارولي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دغه ګوند یوه مرکزي مشر شېخ رشید احمد تېره ورځ په لاهور کې سترې جلسې ته د وینا پر مهال حکومت تورن کړ چې د هغه په وینا "تاسې ټاکنې ځکه له اپرېله اتم اکتوبر ته وځنډولې چې هغه مهال به ولسمشر عارف علوي نه وي او د سترې محکمې مشر دنده به هم ختمه شوې وي."
شېخ رشید همدا راز غوښتنه وکړه "راځئ کښېنئ او د ټاکنو پرېکړه وکړئ، نن سعودي عرب او ایران یو کېږي، چین له اسیا سره لا نږدې کېږي نو تاسې هم د غلامۍ ځنځیرونه وشلوئ."





















