د امریکا پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ له جنايي تورونو سره مخ دی

د ویډیو تشریح، د امریکا پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ له جنايي تورونو سره مخ دی
د خپرېدو وخت

ډونلډ ټرمپ لومړی داسې پخوانی امریکایی ولسمشر شو، چې له جنايي محاکمې سره مخامخېږي.

دا تورونه د کاروباري ريکارډ جعلکارۍ سره تړاو لري، چې له مخې یې غوښتل د ۲۰۱۶ کال له ټاکنو مخکې د جنسي فلمونو ستورې سټورمي ډنيېلز ته د پيسو ورکړه پټه کړي.

د ښاغلي ټرمپ مرستيال ولسمشر مايک پېنس دا تورونه بدمرغي بللې ده.

ښاغلي ټرمپ يوه اعلاميه کې ويلي، نيويارک کې ډيموکراټ چارواکي د جو بايډن ناولی کار پرمخ بيايي، او تور یې پرې لګولی چې د راتلونکي کال ټاکنو کې لاسوهنه کوي.