د پاکستان ونډو بازار کمساری غورځېدلی، د زرو او ډالرو بیه بیا د تاریخ تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې

پاکستان

د عکس سرچینه، State Bank Of Pakistan

د خپرېدو وخت

پاکستان کې د پولي سیاست کمېټې په دغه هېواد کې د سود کچې لوړیدو پرېکړه کړې. د دولتي اعلان له مخې، په دغه هېواد کې د نرخونو او ګرانۍ کابو کولو په موخه د سود کچه له ۲۰ څخه ۲۱ سلنې ته لوړه شوې ده.

د سود کچې د لوړیدو پرېکړه دغه هېواد کې د مالي زېرمو اړوند یوې مهمې غونډې وروسته نن "سه شنبه" شوې.

له دې سره په تېرو ۳۳ ورځو کې د سود کچه ۴ سلنه لوړوالی ښيي.

روان مالي کال کې په پاکستان کې د سود کچه ټول ټال ۶ اعشاریه ۲۵ سلنه لوړه شوې او دا په یوه بل پسې لوړوالی ښيي.

په همدې مهال دغه هېواد کې نن د ډالرو پر وړاندې د کلدراو رسمي نرخ ۲۸۷ اعشاریه ۵۰ ته ورسید چې د تاریخ تر ټولو لوړه کچه ښيي.

په ازاد بازار کې هم دا نرخ ختلی او د معلوماتو له مخې نن یو ډالر لږ تر لږه په ۲۹۱ کلدارو بدلېده.

د پاکستان مرکزي بانک د نرخونو له مخې له تېرې ورځې راهیسې دغه هېواد کې یو ډالر ۲ اعشاریه ۷۱ روپۍ ګران شوی.

ڈالر

د عکس سرچینه، EPA

دا بانک چې په ټولنیزو رسنیو هره ورځ تازه نرخ خپروي، پکې ښکاري چې کلدارو د ډالرو پر وړاندې د ۲۸۳ نرخ تر تېرو څو ورځو ساتلی و خو له پرونه راهیسې د کلدارو ارزښت په کمېدو دی.

پاکستان کې د پیسو کاروباریان په دې باور دي چې په هېواد کې روان سیاسي کړکېچ او د پېسو نړیوال وجهي صندوق یا ای اېم اېف څخه د پور اخیستو نا څرګند حالت له تېرو دوه ورځو راهیسې د ډالرو نرخ لوړیدو سبب شوی چې په بدل کې یې پاکستانۍ کلداره په بې سارې ډول غورځېدلي.

د ونډو بازار او کلدارو نرخ لوېدو په دغه هېواد کې په نرخونو هم بده اغېزه کړي او د ډېرو توکو بیې هم په کمساري ډول ختلي دي.

له پاکستانه رپورټونه وایي له دې بدلونونو سره د سرو زرو بیه هم د تاریخ تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلي او هلته نن د یوې تولې سرو زرو نرخ ۲۱۴۵۰۰ روپیو ته ورسید.

د 'سې شنبې' په ورځ پاکستان کې د یوې تولې سرو زرو بیه د تېرې ورځې پرتله ۵۰۰۰ ګرانه شوه.

ګراني

د عکس سرچینه، Getty Images

زرګرانو د دې نرخ لوړیدو دلیل د ډالرو لوړ نرخ او د سرو زرو اخېستو برخه کې د خلکو لېوالتیا بللي او په وینا یې خلک غواړي د کلدارو پر ځای ډالر یا سره زر ولري.

پاکستان له څه مودې راهیسې د پیسو له نړیوال وجهي صندوق سره د پور پر سر خبرې اترې پیل کړي خو د حکومت لوړ پوړو چارواکو د ای اېم اېف له سختو شرطونو سر ټکولی او په ښکاره له همدې کبله تر اوسه وروستۍ پایلې ته سره نه دي رسېدلي.

دې ناڅرګند حالت او سیاسي کړکېچ د خلکو پر ژوند نېغ په نېغه بدې اغېزې پرېښي دي.