د پاکستان ماليې وزير وايي د پيسو نړيوال صندوق غوښتنې يې پوره کړې دي
د خپرېدو وخت
پاکستان کې اپوزیسیون او مخالفو ډلو د راتلونکي مالي کال لپاره د حکومت اعلان شوې بودیجه یا بجېټ چې پرون د جون پر نهمه پارلمان ته وړاندې شوه مصنوعي او نه عملي کېدونکې بللې ده.
دوی وايي حکومت غواړي په راتلونکو ټاکنو کې د همدې بودیجې په مټ سیاسي ګټې تر لاسه کړي. دغه بودیجه باید د پیسو د نړیوالو صندوق اداره هم په دې قانع کړې چې پاکستان ته چې اوسمهال سخت مالي کړکېچ سره مخامخ دی پور ورکړي.
پام کې ده چې پاکستان کې د نومبر میاشت کې عمومي ټاکنې هم تر سره شي چې د مالیې وزیر اسحاق ډار په وینا بودیجه هم ورته پام کې نیول شوې ده.
دی همدارنګه دا هم وايي چې حکومت یې د پيسو د نړیوال صندوق ټول شرایط پوره کړي دي.