د کډوالو کښتۍ او د اوبتل ډوبېدل؛ د انسان د ژوند ارزښت څه ټاکي؟

Artwork saying 'Pray for Titan' depicts five people aboard the missing submersible named Titan

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې څو ميليارده خلکو د سيلانۍ د يوه اوبتل چې د ټايټانيک د بېړۍ د ژور سمندري سفر په لاره ورک شوی و د موندلو عملیات څارل.

اوبتل کې د سپرو کسانو عکسونه چې هر يوه يې د دې سفر په موخه ۲۵۰ زره امريکايي ډالر لګولي وو، په ټوله نړۍ کې خپاره او لاس په لاس کېږي.

خلک په دې اړه د امریکا د سمندري ځواکونو له خوا هر ډول خپاره شوي خبرونه او د دې پېښې د ژوندي پوښښ خبري پاڼې هم په خورا دقت څاري. د ټايټانېک او د اوشن ګېټ پخوانۍ ويډيوګانې هم په ټوله نړۍ کې خپرېږي.

خو ولې دا پېښه د بل هر سمندري ناورين پرتله دومره خلکو ته په زړه پورې ده؟

په اسلام اباد کې د بي بي سي اردو څانګې خبريالې سحر بلوچ دې مسلې ته په پاکستان کې د ټولنيزو رسنيو د کاروونکو غبرګونونو ته کتنه کړې ده.

کله چې د لادرکه شوي اوبتل په اړه معلومات راڅرګند شول په پاکستان کې د ټولنيزو رسنيو کاروونکي د نورو سمندري ناورينونو پرتله دې پېښې ته متوجه شول.

د بېلګې په توګه د روان کال د جون پر ۱۴ نېټه يوه کښتۍ چې ۷۰۰ کسان په کې سپاره وو د يونان په جنوبي ساحل کې ډوبه شوه چې اروپا ته د تلونکو کډوالو تر ټولو ناوړه او مرګونې پېښه وه.

له دې پېښې ژوندي پاتې شوي کسان وايي، ښايي په کښتۍ کې لږ تر لږه ۱۰۰ ماشومان سپاره وو چې تراوسه د ۷۸ کسانو د مړينې پخلی شوی دی.

خو سلګونه نور لا هم په سمندر کې ورک دي. د يونان سمندري ساتندويان ادعا کوي چې کښتۍ د ايتاليا په لور روانه وه او د ژغورلو اړتیا يې نه وه خو بي بي سي داسې شواهد ترلاسه کړي چې له دغو څرګندونو سره په ټکر کې دي.

Boat before it sank

د عکس سرچینه، Hellenic Coast Guard

د عکس تشریح، د يونان ساحل کې د کډوالو ډوبه شوې بېړۍ

په سیمه کې د نورو کښتيو له خوځښت ښکاري چې لادرکه شوې کښتۍ لږ ترلږه اووه ساعته مخکې له دې چې ډوبېږي حرکت نه و کړی. يوناني چارواکو تراوسه د بي بي سي دغو موندنو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د پاکستان د سنا مجلس مشر په يوه اعلاميه کې وويل، په دې پېښه کې ۳۰۰ پاکستانيان وژل شوي او له همدې امله دا پېښه په دې هېواد کې د بحث په يوې لويې موضوع ګرځېدلې ده.

له بلې خوا هغه اوبتل چې د ټايټانېک بېړۍ د ليدلو په موخه وتلی و، له يو ساعت او ۴۵ دقيقو وروسته اړيکه ورسره پرې شوې وه.

د امریکا سمندري ځواکونو ويلي، دوی ته په اتو ساعتونو کې د پېښې خبر ورکړل شو او وروسته په لويه کچه د ژغورنې عمليات پيل شول چې نه يوازې امریکایي بلکې کاناډايي او فرانسوي چارواکو هم په دې علملياتو کې ګډون درلود.

څنګه چې د ژغورنې عمليات پراخېدل پر ټولنيزو رسنيو هم د دغو دواړو سمندري پېښو په اړه بحثونه او نظرونه زياتېدل. ډېری خلکو د توپيري چلند په اړه نظرونه څرګندول.

د پاکستان د بشري حقونو د کمېسيون مشرې فرح ضيا لپاره دا طبيعي خبره ده چې د لادرکه شوي اوبتل کيسې د نړۍ خبرونو په سر کې ده.

نوموړې بي بي سي ته وويل، "په ټوله نړۍ کې کله چې شتمنو ته يو څه پېښ شي، خورا مهم شي، ځکه خلک د دوی له ژوند سره علاقه لري نو له دې امله رسنۍ هم پوښښ ورکوي".

خو د دې په وينا دغه بحث نړيوالو رسنيو ته فرصت برابر کړی چې بېلابېلې غوښتنې وڅېړي او بېلابېلو غږونو ته وخت ورکړي.

پر ټولنيزو رسنيو غبرګون

په پاکستان کې د ټولنيزو رسنيو کاروونکو دغو دوو سمندري پېښو ته په توپيري چلند او غبرګونونو سختې نيوکې کړې دي.

پاکستانۍ ټوېټر کاروونکې مريم ليکلي: "د نړيوالو ژغورنې عملياتو او د بډايه سيلانيانو لپاره چې اوبتل کې وو د مطبوعاتو پوښښ تر منځ توپير د هغې نړۍ په اړه چې موږ په کې ژوند کوو هر څه بيانوي."

خو يو پاکستانی خبريال ضرار خسرو بيا بل ډول فکر لري، دی وايي، "زه فکر کوم له هرې غميزې وروسته تاسو ښه او بد ګورئ چې بشريت يې وړاندې کوي. "

نوموړي د يونان په څنډو کې د کډوالو کښتۍ ډوبېدو په اړه وويل، "موږ په دې قضيې کې د يونان د سمندري ساتندويانو شرمناک چلند شاهدان وو، خو په عين حال کې موږ وينو چې په لسګونو زره خلک د اتن په لارو کوڅو کې لاريونونه کوي. شايد د لومړي ځل لپاره دومره لويه مظاهره د کډوالو د مړينې غندلو په موخه شوې وي. "

ضرار وايي، "ټولنيزې شبکې خلکو ته دا وړتيا ورکوي چې تر ټولو ناوړه شي. خلک دا فکر کوي پرته له دې چې پايله يې وسنجوي هر څه چې غواړي کولی شي ووايي. "

نوموړي وويل، اوس مهال په ټولنيزو رسنيو کې د طبقاتي وېش په اړه بحثونه شوي پيل شوي.

دی وايي، "لکه څنګه چې موږ وليدل، خلکو کډوال ملامتول چې ولې راځي او داسې خطر په سر اخلي."

Suleman Dawood and Shahzada Dawood

د عکس سرچینه، Dawood family

د عکس تشریح، شهزاده داود او زوی سليمان داود چې اوبتل کې سپاره وو

د ټولنيزو رسنيو یوه کاروونکي پدې اړه لیکلي: توپیر خورا څرګند دی، خو تراژيديانې سره ورته دي.

ضرار وايي: داسې برېښي چې په ټولنیزو رسنيو کې خلک د یوه ۱۹ کلن ځوان په ډوب شوي اوبتل کې د دردناک مرګ هیله کوي. ولې؟ یوازې د دې لپاره چې پلار یې شتمن دی؟

شهزاده داود، ۴۸ کلن پاکستانی الاصله بریتانوی سوداګر دی، چې د پاکستان د یوې شتمنې کورنۍ غړی دی او د بریتانیا د پاچا چارلس او د دوو خیریه بنسټونو له مهمو ملاتړو څخه وو.

د ښاغلي داوود یو ۱۹ کلن زوی هم په دې اوبتل کې له خپل پلار سره مل و.

ضرار وايي، په دې باور دی چې "دا د خوښې نړۍ نه ده. د بېلګې په توګه، کله چې په فرانسه کې د نوټرډام کلیسا وسوځول شوه، له ټولې نړۍ خلک د هغې د بیارغونې لپاره ورغلل. که په یوه مخ پر ودې هېواد کې کوم طبیعي ناورین پیښ شي، ایا ورته غبرګون به ورته شته وي؟ نه. ایا موږ باید پدې اړه بد احساس وکړو؟ په یقیني توګه. ایا دا به بدلون ومومي؟ نه.

line