د مور او زوی کیسه چې د ښوونځي ازموینه یې یو ځای ورکړې

د ویډیو تشریح، د مور او زوی کیسه چې د ښوونځي ازموینه یې یو ځای ورکړې
د خپرېدو وخت

مونیکا کاسبي له خپل زوی سره یو ځای د ښوونځي لسم ټولګي ازموینه ورکړه او دواړه بریالي شول. د هند لوېدیځ ایالت کې د ښاروالۍ دا کارکوونکې هغه مهال له رسمي زدکړو پاتې شوه، چې واده یې وکړ. د مېړه له مړینې وروسته دا په یوازې سر د خپلو دوو اولادونو پالنه کوي. اوس دا غواړي نورې زدکړې وکړي او د دولسم ټولګي ازموینه هم ورکړي.