د غزې یاداښتونه: 'زموږ هر څه وران، ویجاړ شوي'

د ویډیو تشریح، د غزې یاداښتونه: 'زموږ هر څه وران، ویجاړ شوي'
د خپرېدو وخت

یوه میاشت کېږي چې اسرائیلي ځواکونه پر غزه سختې بمبارۍ کوي. د دې بمباریو له کبله زرګونه فلسطینیان وژل شوي او یو اعشاریه څلور میلیونه کسان له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي. دا بمبارۍ د اکتوبر پر اوومه په اسرائیل کې د حماس له خونړیو بریدونو وروسته پیل شوې. د حماس په بریدونو کې د ۳۱ ماشومانو په ګډون ۱۴۰۰ کسان وژل شوي او تر ۲۴۰ پورې اسرائیلیان غزې ته د یرغمل په توګه بیول شوي دي. بي بي سي په غزه کې د دوو هغو کسانو ورځنی ژوند تعقیباوه چې له موږ سره یې غږیز پیغامونه او ویډیويي کلیپونه شریکول. دا دوه کسان چې په دې ویډیو کې یې حال وینو خالد متوع چې د طبي الاتو پلور مدیر او په غزه کې د انګلیسي ژبې ښوونکې فریده دي، چې په دې ویډیو کې یې حال وینو او اورو.