ویډیو؛ له ځغاست لیکې د الوتکې وتل او له یوه موټر سره یې ټکر
د خپرېدو وخت
د امریکا د ټکزاس ایالت په یوه هوايي ډګر کې یوه کوچنۍ الوتکه د الوتنې پر مهال له ځغاست لیکې وتلې او له یوه موټر سره چې هوايي ډګر ته څېرمه په کوڅه کې روان وه، ټکر کړی دی.
هغه تصویر چې د جیک شنایډر په نوم د یوه مسافر لخوا اخیستل شوی، ښیې چې الوتکه د بېړنۍ ناستې پرمهال د هوایی ډګر کټ له پنجرې سره ټکر کړی، هغه یې ماته کړې او سړک ته وتلې ده.
موټر چلوونکی د سر سري ټپونو له امله روغتون ته وړل شوی خو د الوتکې دواړو سپرو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
د امریکا فدرالي هوايي چلند اداره د پېښې د علت په اړه څېړنې کوي.