کاتلونیا پارلمان له اسپانیا د خپلواکۍ غوښتلو پرېکړه کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د کاتلونیا پارلمان له اسپانیا نه د خپلواکۍ اخیستلو لپاره رایې ورکړه او له هغه یو ساعت تېر نه و، چې د اسپانیا مرکزي مشرانو جرګې د لومړي وزیر ماریانو راخوی په غوښتنه پر کاتلونیا سیمه د مستقیمې واکمنۍ لپاره رایې ورکړه.
اوس به لومړی وزیر پر دغه سیمه د مستقیمې واکمنۍ لپاره د اقداماتو په تړاو د کابینې غونډه راغواړي.
له دې مخکې د کاتلونیا سیمه ییز پارلمان له رایې اچوونې وروسته له اسپانیا د خپلواکۍ اعلان وکړ.
د کاتلونیا پارلمان غړو له اسپانیا د خپلواکۍ اخیستو تایید لپاره ۷۰ رایې ورکړې او د مخالفت لپاره یې ۱۰ غړو رایې ورکړې.
له دې مخکې د اسپانیا لومړي وزیر ماریانو راجوی د مشرانو جرګې غړو ته ویلي و، چې کاتلونیا کې د 'ولسواکۍ، قانون او ټیکاو ' لپاره اړینه ده، چې پر دغه سیمه مخامخ حکومت وشي.

د روانې میاشتې لومړیو کې ځايي حکومت د خپلواکۍ لپاره ټولپوښتنه وکړه او ورسره سیاسي کړکېچ ډېر شو. د کاتلونیا حکومت ویلي و، چې ټولپوښتنه کې ۹۰ سلنه ګډونوالو د خپلواکۍ لپاره رایې ورکړې، خو د اپانیا مرکزي حکومت دغه ټولپوښتنه غیر قانوني وبلله.
د کاتلونیا پارلمان کې له رایې اچوول کېدو وروسته د اسپانیا لومړي وزیر له خپلو هېوادوالو غوښتي، چې د هېواد امنیت او ټيکاو ته متوجه اوسي. نوموړي ژمنه کړې، چې د کاتلونیا قانوني حیثیت به پر خپل ځای وساتي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسپانیا مشرانو جرګه به اوس په دې اړه د پرېکړې لپاره رایې اچوونه کوي، چې د اساسي قانون ۱۵۵ ماده پلي شي که نه. د دغې مادې له مخې مرکزي حکومت کولای شي په سیمه کې د کړکېچ مخنیوي لپاره 'هر ډول اقدام ' وکړي.
که دغه ماده پلي شي، د اسپانیا مرکزي حکومت به وکولای شي، د کاتلونیا سیمه ییز مشران له دندو ګوښه کړي او د سیمې پولیس، اقتصاد او رسنۍ په خپله ولکه کې راولي.



















