مجرمانو څنګه له ایف بي ای د پټېدو لپاره "ډرون" کارولې؟

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د امریکا فیډرالي څېړنو دفتر (ایف بي ای) ویلي، مجرمانو د برمته شویو کسانو د څرک لګېدو د پټولو په موخه د ایف بي ای د څار پروړاندې له بې پیلوټه الوتکو ګټه اخیستې ده.‌

د ایف ب‍ي ای یوه مشر د کولوراډو ایالت ډنفر ښار کې خبري ناستې ته وویل، مجرمانو د برمته کولو د پېښو پرمهال د هغوی د پل ورکولو لپاره له زښت ډېرو بې پیلوټه الوتکو کار اخیستی دی.

په ډېرو پېښو کې دغه الوتکې د برمته کوونکي (بریدګر) د تري تم کېدو لامل شوې.

له ټکنالوژۍ نه د ایف بي ای د ګټې اخیستنې د حقوقي برخې مشر جوزیف مارل ویلي "هغه وخت موږ پوره ړانده کېدو."

د "ډیفنس ون" وېبپاڼې د راپور له مخې، په ژمي کې د امریکا لویو ښارونو په څنډو کې د تښتولو پېښې رامنځ ته شوې دي.

ایف بي ای د برمته کوونکو د موندلو لپاره یو څارنیز مرکز هم جوړ کړی و،‌ چې ناڅاپه به بې پیلوټه الوتکې راښکاره شوې، ډېرې ټیټې الوتلې "زموږ څارنیز مرکز د کارکوونکو پرسر به ډېرې چټکې تېرې شوې چې دوی تیت پرک کړي."

د قانون ماتوونکو له خوا د بې پیلوټه الوتکو کارول پاموړ ډېر شوي.‌

د قانون پلي کوونکو دا اندېښنه هم ډېره شوې، چې مجرمان د نورو موخو لپاره هم له بې پیلوټه الوتکو ګټه اخلي.

د رپوټونو پربنسټ،‌ په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۷ کلونو کې،‌ مجرمانو له هندي کروندو نه د تمباکو غلا کولو کې له بې پیلوټه الوتکه ګټه اخیسته.‌

دا غلاوې له هغو ناقانونه کروندو شوې دي، چې په استوګنیزو سیمو کې کرل شوي وو.‌

د نورې نړۍ په پرتله، په امریکا کې د جرمي فعالیتونو لپاره ډېرې بې پیلوټه الوتکې کارول کېږي.

په مکسیکو کې، چې له امریکا سره اوږده ګډه پوله لري، د نشه يي توکو قاچاق وړونکي له تېرو لسو کلونو راهیسې د نشه يي توکو قاچاق کې له بې پیلوټه الوتکو کار اخلي.