تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مجرمانو څنګه له ایف بي ای د پټېدو لپاره "ډرون" کارولې؟
د امریکا فیډرالي څېړنو دفتر (ایف بي ای) ویلي، مجرمانو د برمته شویو کسانو د څرک لګېدو د پټولو په موخه د ایف بي ای د څار پروړاندې له بې پیلوټه الوتکو ګټه اخیستې ده.
د ایف بي ای یوه مشر د کولوراډو ایالت ډنفر ښار کې خبري ناستې ته وویل، مجرمانو د برمته کولو د پېښو پرمهال د هغوی د پل ورکولو لپاره له زښت ډېرو بې پیلوټه الوتکو کار اخیستی دی.
په ډېرو پېښو کې دغه الوتکې د برمته کوونکي (بریدګر) د تري تم کېدو لامل شوې.
له ټکنالوژۍ نه د ایف بي ای د ګټې اخیستنې د حقوقي برخې مشر جوزیف مارل ویلي "هغه وخت موږ پوره ړانده کېدو."
د "ډیفنس ون" وېبپاڼې د راپور له مخې، په ژمي کې د امریکا لویو ښارونو په څنډو کې د تښتولو پېښې رامنځ ته شوې دي.
ایف بي ای د برمته کوونکو د موندلو لپاره یو څارنیز مرکز هم جوړ کړی و، چې ناڅاپه به بې پیلوټه الوتکې راښکاره شوې، ډېرې ټیټې الوتلې "زموږ څارنیز مرکز د کارکوونکو پرسر به ډېرې چټکې تېرې شوې چې دوی تیت پرک کړي."
د قانون ماتوونکو له خوا د بې پیلوټه الوتکو کارول پاموړ ډېر شوي.
د قانون پلي کوونکو دا اندېښنه هم ډېره شوې، چې مجرمان د نورو موخو لپاره هم له بې پیلوټه الوتکو ګټه اخلي.
د رپوټونو پربنسټ، په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۷ کلونو کې، مجرمانو له هندي کروندو نه د تمباکو غلا کولو کې له بې پیلوټه الوتکه ګټه اخیسته.
دا غلاوې له هغو ناقانونه کروندو شوې دي، چې په استوګنیزو سیمو کې کرل شوي وو.
د نورې نړۍ په پرتله، په امریکا کې د جرمي فعالیتونو لپاره ډېرې بې پیلوټه الوتکې کارول کېږي.
په مکسیکو کې، چې له امریکا سره اوږده ګډه پوله لري، د نشه يي توکو قاچاق وړونکي له تېرو لسو کلونو راهیسې د نشه يي توکو قاچاق کې له بې پیلوټه الوتکو کار اخلي.