۹۲ کلنې ښځې ۷۲ کلن زوی ولې وواژه؟

امریکا

د عکس سرچینه، MARICOPA COUNTY SHERIFF'S OFFICE

د خپرېدو وخت

د امریکا متحدو ایالتونو کې پولیس وايي یوې ۹۲ کلنې ښځې خپل ۷۲ کلن زوی له دې کبله په ډزو وژلی، چې هغه غوښتل مور هغه مرکز ته واستوي، چې زاړه خلک په کې ساتل کېږي.

د محکمې اسناد ښيي، چې اینا بلاسینګ د زوی له پلانه خبره شوې وه. رپوټونو کې ویل شوي، اینا په ایریزونا ایالت کې د زوی او ملګري له کوره د وتلو پر مهال هغه ته وویل:

''تا له ما ژوند واخیست، زه به تا له ژونده بې برخې کړم ''

دغې ښځې پولیس ته ویلي، غوښتل یې ځان هم ووژني. د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې پېښه د جولای پر دویمه د کوپا کاونټي په فاونټین هلز سیمه کې شوې.

د مېرمن بلسنګیز د نوی نوم نه دی څرګند شوی، خو ویل کېږي نوموړي غوښتل مور یې پاتې عمر د زړو کسانو په مرکز کې تېر کړي، ځکه له مور سره ورته ژوند کول ستونزمن و.

د زوی او مور تر منځ د لفظي شخړې پر مهال اینا هغه تفنګچه راوایسته، چې ۱۹۷۰ کال کې یې اخیستې وه او پر زوی یې ډزې وکړې. پولیس وايي د اینا زوی پر غاړه او ژامه په مرمیو ویشتل شوی دی.

له هغه وروسته اینا د زوی دوست ته تفنګچه ورواړوله، خو له له لاسه یې واخیستل شوه او پولیسو ته خبر ورکړل شو. پولیسو دغه مېرمن د هغې د زوی په خوب خونه کې وموندله.

نوموړې وروسته پولیسو ته ویلي، چې د خپلو کړنو له کبله باید په ابدي خوب ویده شي.