ایران: د پوځي کارګو الوتکې لوېدلو پېښې"۱۵ کسان وژلي"

د عکس سرچینه، Irna
د ایران له پلازمېنې تهران سره څېرمه د کرج ښار کې د بار وړونکې الوتکې لوېدلو پېښه کې ۱۵ کسان وژل شوي دي.
رپوټونه وايي بوینګ ۷۰۷ ډوله الوتکه پیام هوايي ډګر کې چې د تهران په ۴۰ کیلومترۍ کې لوېدیځ لور ته پروت دی، د کښېناستو پر مهال د خرابې هوا له کبله له ځغاستلیکې ووتله او له یوه دېوال سره ولګېدله.
د ایران پوځ ویلي له ۱۶ کسانو سورلۍ یوازې یو انجنیر ژوندی موندل شوی چې روغتون ته لېږدول شوی دی.
پر خواله رسنۍ خپاره شوي رپوټونه وايي د الوتکې تور بکس د پېښې سیمه کې موندل شوی دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د پوځ یوه ویندوی حکومتي تلویزیون ته ویلي چې الوتکه د ایران ده او پکې ټوله سپاره کسان ایرانیان ول.
د ایراني پوځ د عمومي اړیکو دفتر ویلي، الوتکې "د بشري مرستو په موخه غوښه لېږدوله."

د عکس سرچینه، Irna
الوتکه د قرغزستان له بېشکيکه په ایران کې د کرج ښار پیام هوايي ډګر ته تلله.
چارواکو ویلي د پېښې پر مهال له هغو ودانیو سره چې الوتکه لګېدلې له خلکو تش ول.

د عکس سرچینه، MIZAN
په هغو عکسونو کې چې خپاره شوي داسې ښکاري چې الوتکې تر لګېدو وروسته اور هم اخیستی دی.



















