د ایتوپیا حکومت په ټول هېواد کې بیړنی حالت اعلان کړی

د عکس سرچینه، EPA
د ایتوپیا په شمال کې د ټیګري د خلکو د آزادۍ جبهې په نامه یاغي ډله اوسمهال له دولتي ځواکونو سره په جګړه کې لاسبرې ده.
د لومړي وزیر ابي احمد واکمن ګوند چې د سیاسي اصطلاحاتو له امله په جګړه کې ښکیل شوی په ډار کې دی او په ټول هېواد کې یې بیړنی حالت اعلان کړی دی.
په داسې حال کې چې یاغیان د پلازمېنې ادیسه بابا په لور د پرمختګ په حال کې دی حکومت د پلازمینې له اوسېدونکو غوښتنه کړې د خپلو سیمو ساتنه وکړي.
د ټیګري خلکو د آزادۍ جبهۍ په دې وروستیو ورځو کې له دولتي ځواکونو نه یو شمېر سیمې او ښارګوټي نیولي او اوس مهال له پلازمېنې نه ۴۰۰ کیلومتره لري د پلازمنې په لور د پرمختګ په حال کې دي.
په ایتوپیا کې د دولتي ځواکونواو یاغیانو ترمنځ جګړه تېرکال په همدې ورځ (د نومبر په څلورمه) هغه مهال پیل شوه چې لومړي وزیر ابي احمد د ټيګري په نامه سیمه کې د سیمه ییزو ځواکونو پرضد د پوځي عملیاتو امر وکړ.
نوموړي وايي د پوځي عملیاتو امر یې د دولتي ځواکونو پر یوې اډې د برید په غبرګون کې کړی و.
د ټي پي ایل ایف یاغي ډله ترهګر سازمان بلل شوی خو دا ډله وايي چې په ټیګري کې د دوی حکومت مشروع دی.
ملګري ملتونه وايي د ایتوپیا په کړکېچ کې زرګونه کسان وژل شوي، میلیونونه بي ځایه شوي او سلګونه زره نور د شته شرایطو له امله له قهطۍ سره مخامخ دي.
پر فیسبوک د لومړي وزیر پوسټ

د عکس سرچینه، Getty Images
فیسبوک د ایتوپیا د لومړي وزیر ابي احمد هغه پوسټ رنګ کړی چې له خلکو نه یې په کې غوښتنه کړې وه چې وسله پورته کړي او د ټیګري د خلکو د آزادۍ جبهې په نامه یاغي ډلې مخه ونیسي.
د ټیګري د خلکو آزادۍ جبهه یا ټي پي ایل ایف ډله له ډېرې مودې راهیسې د دولتي ځواکونو پرضد جنګېږي او په دې وروستیو ورځو کې یې ځیني ښارګوټي او سیمې نیولې دي.
د فیسبوک پر ادارې نیوکې کېدې چې د داسې پوسټونو په مخنیوي کې پاتې راغلې چې خلک په کې تاوتریخوالي ته هڅول کېږي.
په یوه پوسټ کې د ایتوپیا لومړي وزیر ابي احمد ویلي وو ''د یاغیانو له خوا پرمختګ هېواد د تباهۍ خوا ته وړي. ''
هغه له خلکو غوښتنه کړې وه چې ''له قانوني لارې چې هر ډول وسله او ځواک لري د یاغیانو مخنیوي ته ووځي، په شاه یې وتمبوي او د ټي پي ایل ایف ترهګر خښ کړي. ''
د فیسبوک د ادارې یوه ویاند بي بي سي ته وویل ''موږ ته د ایتوپیا د لومړي وزیر د دغه پوسټ په اړه ویل شوی وو او موږ ځکه ړنګ کړ چې زموږ تګلاره د تاوتریخوالي او تاوتریخوالي ته د هڅونې پرضد ده. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
د فیسبوک چې په دې وروستیو کې یې نوم په میټا بدل شوی ویاند زیاته کړه: ''موږ د هر چا یا سازمان لخوا هغه خپاره کړي مطالب ړنګوو چې زموږ له معیارونو سره په ټکر کې وي، پروا نه کوي چې د هر چا لخوا خپاره شوي وي. ''
په هغو اسنادو کې چې تېره میاشت افشا شول دا روښانه شوې وه چې د فیسبوک ادارې ته خبرداری ورکړل شوی چې په ایتوپیا کې وسله والې ډلې له فیسبوک نه د لږکیو ترمنځ د تاوتریخوالي ته د هڅونې په خاطر کار اخلي.
د تېر اکتوبر په میاشت کې د امریکا د سنا جرګې ته یوې افشاګرې فرانسیس هوګین وویل ''د فیسبوک اداره د ایتوپیا په څېر دکړکېچ په سیمو کې قومي تاوتریخوالي ته لمن وهي ځکه چې نه شي کولای چې له امریکا بهر په سمه توګه د خپلو خدماتو څارنه وکړي. ''





















